امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابلباختر  د چنګاښ ١٢ :
څلور تنه وسله وال طالبان په قندهار کې دايساف دالوتکود بريد له امله ووژل شول.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل چې دغه طالبان تيره شپه  د ميانشين ولسوالۍ  په منډي ساحه کې د ايساف دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دقندهار ولايت په ميانشين ولسوالۍ کې دملي اردو او پوليسو دځواکونو په يولړعملياتوکې يوه اندازه چاوديدونکي توکي دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.
فيصل زياته کړه: دغه توکي د پوليسو دځواکونو له خوا دميانشين ولسوالۍ په مربوطاتوکې دطالبانو په يوه ډيپوکې ترلاسه شول.
دفيصل د څرګندونوله مخې: په دغو توکوکې ١٦ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، پنځه ماينونه اوڅلور موټر سايکلونه شامل دي چې د پوليسو دځواکونو له خوا کشف اوترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته