امنیت

دوه تنه ملي پوليسان په قندهار کې شهيد ان شول

کابل باختر دکب لسمه
دوه تنه ملي پوليسان دقندهار ښار په مربوطاتو کې پرون شهيدان شول .
دقندهار ولايت  درسنيو ددفتر مسوول جاويد فيصل باختراژانس ته وويل چې دملي پوليسو دوه تنه منسوبين تيره شپه  دناپيژندل شويو کسانو له خوا شهيدان شول .
فيصل زياته کړه چې ددغې پيښې په اړوند هيڅ راز معلومات نه دى ترلاسه  شوى خو پوليسو ددغې پيښې د عاملينو دموندلو په خاطر څيړنې پيل کړي دي
يوعيني شاهد چې دنامه له اخستلو  څخه يې ډډه  وکړه باختراژاسن ته وويل چې دپوليسو دغه سرتيري دوسله  والو طالبانو له خوا شهيدان شوي دي لکه څنګه چې وسله والوطالبانو په تيرو وختونوکې هم دغه شان جنايتونه کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته