کابل باختر د وږي ديارلسمه :
دميدان وردګو په ولايت کې يوه ځوانه ميرمن دميړه له خوا يې ووژله شوه .
دغه پيښه تيره شپه په نرخ ولسوالۍ کې ددغه ميړه اوميرمنې په کور کې رامنځته شوه .
ددغو دواړو ګاونډيان وايي چې نور رحمان خپله ميرمن شکيلا له وهلو او ډبولو او له زياتې ځورونې وروسته وژلې ده .
په همدې حال کې دميدان وردګو دوالي وياند عطاالله خوږياني د باختراژانس خبريال ته وويل چې امنيتي مامورينو ددغې وژلې شوې ميرمنې ميړه نيولى دى .
تراوسه پورې ددغې وژنې انګيزه نه ده روښانه شوې .
دميدان وردګو پوليس وايي چې په دې برخه کې يې پلټنې او څيړنې پيل کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ