امنیت

په فارياب کې په نويو پوځي عملياتو کې ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٣ :
دوسله والو  طالبانو  دډلې  دڅو تنو سيمه ييزو قوماندانانوپه ګډون ٢٩ تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې  دپوځي عملياتو  او دنښتو په بهېرکې ووژل شول.
دغه جګړې  نن سهار دفارياب ولايت  دالمار اوقيصار په ولسواليو،   په هغو ځايونوکې ونښتې چې په دې وروستيو وختو کې دکورنيو اوبهرنېو تروريستانو دپراخ شتون ډګر دى.
درارسيدلو خبرونوله مخې  جګړې دتروريستانوپه يوه پټنځي او دغه راز دهغوى دسپرلۍ په  کاروان  دپوځيانو له بريد وروسته ونښتې.
په فارياب ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل  :  چې په دغو نښتو کې دشپږو تنو بهرنيو تروريستانو په ګډون ٢٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل : چې په يرغلګرو  دالمان او قيصار  په ولسواليو کې  دپوځيانوله خوا دعملياتو په بهېرکې  ډزې شوې دي .
دافغان پوځيانو عملياتو دفارياب ولايت ته  دافغانستان دجمهوري رياست دلومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له سفر وروسته زور اخيستى دى.
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې تراوسه پورې  په لسګونو تنو وسله
والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده  او دفارياب ولايت  زياتره سيمې يې 
امنيتي  ځواکونو ته پريښي دي.
په  المار ولسوالۍ کې يو سيمه ييز مشر وايي  چې  طالبانو دتيښتې په وخت کې دخلکو څو کورونو ته اور اچولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته