امنیت

دتيلويوټانکرپه هرات ښارکې وسوځول شو

کابل باختردتلي دمياشتې  ١ :
طالبانو په هرات ولايت کې په نفتي موادوباريو ټانکر ته اور واچاوه او چلوونکي يې وواژه .
په آريا خصوصي شرکت پورې دغه ټانکر دهرات هوايي ډگر ته څيرمه د طالبانو  دبريد له امله اور واخيست او چلوونکي يې ووژل شو.
دلويديځې حوزي دپوليسو ويندوى سمونوال عبدالروف احمدي باختراژانس ته وويل ، وسله والو طالبانو تيره شپه په دغه کاروان چې له هرات ښارڅخه قندهار ته روان و ، دهرات هوايي  ډګر ته څيرمه بريد وکړ.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دا لومړى پيښه ده چې دهرات  دهوايي ډکر په تګلوري کې رامنځته کيږي، دوى دتحقيقاتولپاره يو هيئت ساحې ته استولى دى .
دغه بريد په هماغه ځاى کې شوى دى چې دلويديځې حوزي  دپوليسو
قوماندانۍ، د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندانۍ اودايساف دځواکونو قوماندانۍ په دغه ځاى کې دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته