خبرونهامنیت

ملا محمد عباس آخند: د ماین پاکۍ مسأله د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده

کابل / د وري ۱۸مه / باختر

پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزیر ملا محمد عباس آخند، د ماینونو له خطرونو څخه د پوهاوي او د ماین پاکۍ په چارو کې د همکارۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې ویلي چې د ماین پاکۍ مسأله د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام په برخه کې همکار او ژمن دی او تمه لري چې ډېر ژر افغانستان له ماینونو څخه پاک شي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت څرګنده کړې چې د ماینونو پاکول، پرمختګ، هوساینې او بیارغونې ته لاره هواروي.

وروسته، پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال او له پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون رییس ملا عبدالغني برادر پیغام ولوست چې په یوه برخه کې داسې راغلي دي: “له بده مرغه افغانستان څلور لسیزې جنګ تېر کړ چې نه جبرانېدونکي زیانونه او صدمې یې ګاللې دي او د نورو زیانونو ترڅنګ، یو یې د ماینونو او ناچاوده توکو خښول دي چې هره ورځ د افغانستان له خلکو قرباني اخلي. ”

همدا رنګه د پیغام په بله برخه کې ویل شوي دي: “اوس په ماینونو د ککړو شویو سیمو د پاکولو لپاره زمینه برابره شوې ده او د افغانستان اسلامي امارت هم په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی او په دې برخه کې له ملاتړ کوونکو هېوادونو د همکارۍ غوښتونکی دی.”

دغه راز د غونډې په دوام، پېښو ته د رسېدګۍ په چارو کې د دولت وزارت د ماین پاکۍ او همغږۍ رییس، قاري نورالدین رستم خېل وویل: د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د مرستندویو هېوادونو په همکارۍ شاوخوا ۳ زره  ۳۲۳ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه کړې ده، خو لاهم ۶۰۶ کیلومتره مربع سیمې ککړې پاتې دي.

هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۱ م کال کې ۱۰۲۶ ملکيان د ماینونو او ناچاوده توکو له امله وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د غونډې په پای کې پېښو ته د رسېدګۍ په چارو کې د دولت وزیر، ماین پاکوونکو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره د هغوی کړنې وستایلې.

د ملګرو ملتو سازمان د اپرېل څلورمه، د ماین پاکۍ نړیواله ورځ نومولې ده. د لومړي ځل لپاره د داسې ورځې د ټاکلو موخه، د ماین پاکۍ په برخه کې د پرمختګونو او د پاتې ماینونو د خطرونو د کچې ښودل دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته