ټولنه

په هرات کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
په هرات ولايت کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.
  امنيتي ځواکونو نن سهار د ګذرې ولسوالۍ د لوى لارې په تګلوري کې يو بم کشف او شنډ کړ .
د هرات د پوليسو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې دغه بم د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شوى دى .
ده وويل: طالبانو غوښتل د دغه بم په ښخولو سره په ملکي وګړو خونړۍ بريد وکړي؛ خو بريالي نه شول .
د دغه بم ښخونې په تورڅوک نه دى نيول شوى، خو پوليس وايي چې په دې باب څيړنې پيل شوې دي.
دغه بم په داسې حال کې کشف او شنډيږي چې تېره شپه د هرات ښار د باقر العلوم د جومات په وړاندې د يوبم د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او څه ناڅه څلور تنه نور ټپيان شول .
سيمه ئيز مقامات طالبان د دغه بم ښخونې مسوول بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته