امنیت

څوارلس طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٢٤مه/باختر
په قندهارکې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو د پوځيانو په بريدونوکې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نوريې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار د شاه ولي کوټ او نېش ولسواليو په مربوطاتوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په بريدونوکې څوارلس وسله وال طالبان وژل شوي او ٥ نوريې ټپيان شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي چې امنيتي مامورينو نن سهار ٦ ماينونه د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړي دي.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته