سیاست

د بريښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظيم او د معاملاتو د لارښوونې د قانون طرحه د قوانينو د کميټې له خوا تائيد شوه

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١١ :
د قوانينو د کميټې غونډه نن د جمهور رييس د مرستيال او د دغې کميټې د رئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې له اجندا سره سم لومړى د معاملاتو د لارښوونې د قانون طرحه  چې مسوده د عدليې وزارت له خوا برابره شوې وه او غونډې ته وړاندې شوه، وڅيړل شوه. د پخواني قانون نه وضاحت او د دغه قانون د طرحې د اړتيا په توګه له اوسنيو شرايطو سره د قانون يو خيل کول او د قانوني تشو لرې کول، د معاملاتو آسانه کول او ګړندي کول او له فساد سره مبارزه د دغه قانون د هيلو نتيجې وبلل شوې.
د غونډې په پيل کې د جمهور رئيس مرستيال د عدليې وزارت له خوا د حقوقو د ترلاسه کولو د څرنګوالي د قوانينو او دغه راز د عريضو د څيړنې د قانون په تعديل  او بيا څيړنې باندې ټينګار وکړ او د اړونده قانون د طرحې په برخه کې د معاملاتو د لارښودو اتحاديې ځينې وړانديزونه يې غونډې ته طرحه کړل.
وروسته د غونډې غړو د معاملاتو د لارښوونې د قانون په طرحې هم د محتوا په لحاظ او هم په شکلي لحاظ په دقت سره غور او څيړنه وکړه .
وروسته د کميټې غړو د دغې طرحې په بېلابېلو مواردوکې خپلې کاري نظريې او وړانديزونه څرګندکړل او د غړو د نظريو په څرګندولو سره د جواز د اخستلو د شرايطو، تضمين او د دغه قانون د استفاده کوونکو لپاره د نورو مواردو په برخه کې زياتې آسانتياوې په پام کې ونيول شوې.
دغه راز د قوانينو کميټې، د عدليې، اقتصاد او د ماليې وزارتونه موظف کړل په هغو مواردوکې چې اړتيا شته؛ لازمې څيړنې ترسره کړي.
د قوانينوکميټې په دې ترڅ کې چې د عدليې وزارت ته يې دنده وسپارله چې په غونډه کې طرحه شوې اصلاحي نظريې په قانون کې شاملې کړې؛ د دغه قانون طرحه يې تائيد کړه.
د دغې غونډې په بله برخه کې د بريښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظيم د قانون طرحه هم وڅيړل شوه. د قانون د دغې طرحې د بېلابېلو مادو په برخوکې هم د محتوا او شکل په لحاظ نظريې وړاندې شوې او د تائيد وړ وګرځيدې.
په دې غونډه کې د عدليې وزارت مکلف کړاى شو چې د غونډې د غړو له خوا طرحه شوې نظريې دې د قانون په طرحه کې شاملې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته