ورزش

مبارز له کتکوف سره سيالي کوي

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٥ :
باز محمدمبارز له يوه روسي ورشکار سره دسيالۍ په مقصد روسيې ته لاړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې : ټاکل شوې ده د هېواد دآزادې مبارزې نوميالى ورزشکار بازمحمد مبارز د روسيې له پيژندل شوي ورزشکار مکسيم کتکوف په وړاندې دروان کال دثور دمياشتې په  ١٩ نيټه سيالي وکړي.
بازمحمد مبارز ويلي دي چې دا ځل  هم د هېواد دامنيتي منسوبينو په جامو کې  ډګر ته او خپل سيال ته ماتې ورکوي.
بازمحمدمبارز څه موده مخکې دهېواد دملي پوليسو په جامو کې  له خپل يو
روسي سيال سره مبارزه وکړه او هغه ته يې ماتې ورکړه او ددغه برياليتوب وياړ يې دهېواد امنيتې ځواکونوته ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته