دمشق باختر دتلي پنځه ويشتمه :
په سوريه په تيره بيا حلب ښار کې په يوه اوربند دلاس بري لپاره دسويس په سوزان ښار کې دامريکا ، روسيي او دسيمه ئيزو قدرتونو خبرې له ملموسې نتيجې پرته پاى ته ورسيدې .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ چې د امريکا ، روسيي ، ايران ، سعودي عربستان و ترکيې ، قطر، عراق ، مصر او داردن دبهرنيو چارو وزيرانو اوهم دسوريې په چارو کې دملکروملتو دسازمان استازي ستيفن ديمستورا په دغو خبرو کې ګډون درلود .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري وايي چې اړوندو لورو بيلابيلې مفکورې وڅيړلې خو دنښتو دبندولو لپاره ديو مشخص اوملموس اقدام په باره کې موافقې ته ونه رسيدل .
جان کري څلور ساعته خبرې رغنده او شفافې وبللې او ويې ويل چې په راتلونکي ورځو کې به د اړوندو لورو ترمنځ اړيکې دوام ومومي .
0 1 دقیقه لوستل