امنیت

نهه وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢مه/باختر
نهه وسله وال طالبان په زابل کې په نښته کې ووژل شول او شپږ نوريې ټپيان شول .
جګړه نن سهار په ميزان ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو غوښتل د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په  جګړه کې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نور يې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې په جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته