امنیت

د ملي امنیت سلاکار د ډله ییز امنیت قرارداد ټولنې له مشر سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، پرون د روسیې فدراتیف جمهوریت په پلازمېنه مسکوکې، د ډله ییز امنیت قرارداد ټولنې له رییس سمیریکوف والېري سره وکتل.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د سازمان شویو جرمونو، وسلو او انساني قاچاق، ترهګرۍ او نورو هغو ګواښونو په اړه خبرې وشوې، چې د سیمې د هېوادونو امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغانستان د دې ټولنې د ناظرغړي په توګه، همېشه په دې باور لري چې مشترکو سیمه ییزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره، ګډه سیمه ییزه ستراتېژي مهمه اړتیا ده.
د ده په وینا هېواد یې حاضر دی چې له دې سازمان سره، د ګډ او ټول شموله سیمه ییز امنیت او ثبات لپاره، همکاري وکړي.
د ډله ییز امنیت سازمان په ١٩٩٢م کال کې جوړ شوی او دا مهال یې، روسیه، سپینه روسیه، ارمانیا، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان دایمي غړیتوب لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته