امنیت

په ننګرهار کې د داعش د ډلې په خپلمنځي نښته کې د شپږو تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

جلال آباد  باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
شپږ تنه ډاراچوونکي په ننګرهار ولايت کې  د طالبانو د ډلې په خپلمنځي جګړه کې ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړه پرون په  نازيانو ولسوالۍ کې  د داعش د ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ  دسيمې د واکمنۍ پرسر رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله  خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛  په دې نښته کې  شپږ تنه داعشيان وو ژل شول  او دوه تنه نور ټپيان شول.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ تراوسه پورې  په سيمه کې حالات ښه  نه دي  او ښايي د داعش د ډلې  او وسله والو طالبانو ترمنځ  بيا  نښته رامنځته شي.
پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته