امنیت

په هلمند کې چاودنې نهه تنه ټپيان کړل

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
نهه تنه په هلمند کې د بم په چاودنه کې ټپيان شول.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې وشوه.
د هلمند يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې پوځيان او شپږ ملکيان ټپيان شول.
د هلمند د مرکزي روغتون ډاکټرانو د چاودنې د درېو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تراوسه د دغې چاودنې مسووليت هېچا نه دى منلى.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته