سیاست

د لوی کندهار له ځوانانو سره د جمهور رئیس مشورتي غونډه

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي کتنو په دوام پرون ماښام د لوی کندهار ځوانانو، مدني او سیاسي فعالانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې د سلګونو تنو په ګډون ترسره شوه، یو شمېر دولتي چارواکو هم حضور په کې درلود، لومړی د لوی کندهار د ځوانانو ټولنې پخواني رئیس رحمت الله قریشي د یاد بنسټ د تاریخچې او اهدافو په اړه خبرې وکړې، وې ویل، د لوی کندهار د ځوانانو ټولنه درې کاله وړاندې نظام سره د مرستې او هېواد ته د خدمت لپاره جوړه شوه او نن په یو فکري او عملي حرکت بدله شوې. هغه زیاته کړه، دغه بنسټ په هیڅ شخص یا ډلې پورې تړلی نه دی او غوښتنې یې شخصي نه، بلکې ملي دي.
قریشي په بېلابېلو برخو کې د لوی کندهار د خلکو ستونزې بیان کړې، وې ویل، د متوازن انکشاف پر بنسټ دې لوی کندهار ته خپل حق او په ملي پرېکړو کې دې د لوی کندهار ځوانانو ته ونډه ورکړل شي.
وروسته سعدالله کاکړ د لوی کندهار د ځوانانو ټولنې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او په بین المللي، دیوې ترانزیتي لارې له انحصار څخه د هېواد ایستلو، هندوستان سره د هوایي دهلیز جوړولو، ټاپي پروژې، د کجکي بند، کمال خان بند، د هلمند او زابل پوهنتونونو ته د ځمکې ورکولو او د اقتصادي پروژو د تطبیق په برخو کې یې د دولت لاسته راوړنې وستایلې.
هغه وویل، د لوی کندهار د ځوانانو ټولنې، ځوانان تر یو چتر لاندې راټول کړي او دغه بنسټ به ټول هېواد ته پراختیا ومومي.
سعدالله کاکړ له جمهوررئیس څخه وغوښتل، په کابل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د لېسو په شان دې په لوی کندهار کې هم لېسې جوړې شي.
هیلې بارکزۍ د کندهار ولایت د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وکړې، وې ویل، په لوی کندهار کې د ښځينه ښوونځيو شمېر ډېر کم دی چې کندهار يوازې ۱۲، زابل ۱۳، هلمند ۸ او نيمروز ۱۶ د نجونو ښوونځي لري. هغې همداراز د ښځینه زده کوونکو کم شمېر او کانکور ته د نه بريالي کېدلو اصلي لامل د ښځينه ښوونکو نشتوالی وباله.
اغلې بارکزۍ له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې  ښځینه ښوونځیو او د ښوونکو تقرر ته پاملرنه وشي او د نجونو لپاره دې جلا پوهنتون ایجاد شي او همدارنګه دې په پوهنتونو کې د نجونو لپاره  سهميه په پام کې ونیول شي.
اغلې بارکزۍ د روغتیا او لاسي صنایعو لپاره د بازار د نشتوالي په برخه کې د ښځو ستونزوته په اشارې وويل، په ارزګان ولایت کې د ښځينه ډاکټرانو نشتوالی او د لوی کندهار ټولو ولایتونو کې کم شمېر ډاکټرانې او د لاسي توکود خرڅلاو په موخه د ښځو نه لاسرسی هغه ستونزې دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.
نوموړې د لوی کندهار د کونډو او نورو ښځو د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د لومړۍ مېرمنې د دفتر په چوکاټ کې د لوی کندهار د ښځو لپاره د ځانګړي دفتر غوښتنه وکړه.
د لوی کندهار د ځوانانو ټولنې رئیس انجنیر شریف علیزي د کندهار ولایت د ځوانانو غوښتنې بیان او زیاته یې کړه: په تېرو څلورو لسیزو کې د لوی کندهار خلک د لومړنیو اسانتیاو څخه هم بې برخې دي، تپل شوې جګړه نه يوازې د ولسواليو او لویو لارو د ناامنه کېدو، بلکې د بېکارۍ او نشه یي توکو د زياتوالي لامل هم ګرځېدلې.
هغه د کندهار ـ روزګان د سړک، په هلمند او زابل کې د ګمرکونو، د ښوونځیو او لیلیو او د هلمند او زابل پوهنتونونو ودانیو جوړولو ، متوازن انکشاف، د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه ځوانانو ته تحصلي بورسونو لپاره د بودیجې منظور او د کندهار پوهنتون ته د توجه غوښتنه و کړه.
علیزي همداراز په وزارتونو کې د لوی کندهار د کدرونو جذب او د جمهوررئیس دفتر سره د خلکو د مستقیې اړيکې د مسول په توګه د ټاکلوغوښتنه وکړه. هغه وویل، موږ د نظام او د اصلاحاتو پروسې ملاتړ کوو او د هر ډول فشارونو او دسيسو په وړاندې د حکومت ترڅنګ ولاړ يوو.
وروسته ځینو ځوانانو د لوی کندهار د ځوانانو په استازیتوب جمهوررئیس ته د هلمند د بست دروازې ماډل چې رخام ډبرې څخه جوړه شوې وه د ډالۍ په توګه ورکړه.
جمهوررئیس غني د هغوی د وړاندیزونو او خبرو له اورېدو وروسته، د لوی کندهار ځوانان د لوی معنوي پانګې په توګه یاد کړل او وې ویل، نن مو ما ته یوه لویه ډالۍ راکړه، دا ډالۍ یواځې د بست د دروازې ماډل نه،  بلکې ستاسو ځوانانو یووالی دی.
جمهوررئیس زیاته کړه، ستاسو لیدلوري، د لوی کندهار د څلوېښتو کلونو د ستونزو د حل لار ده او له تاسو غواړم چې د همکارۍ لاس راکړئ.
جمهوررئیس غني د پوهنې وزارت معین ته چې په غونډه کې یې حضور درلود لارښونه وکړه چې د قبایلو د لېسو په شان د لوی کندهار د هر ولایت لپاره یوه لېسه جوړه کړي او همداراز یې د ښار جوړولو وزیر ته کلکه لارښونه وکړه چې په راتلونکو دوو کلونو کې چې د خپلواکۍ سلمه کلیزه کېږي د دارالامان ماڼۍ د بیا رغونې چارې بشپړې کړي، ترڅو ثابته شي چې موږ د غازي امان الله خان طرحې عملي کوو.
محمد اشرف غني د لوی کندهار له ځوانانو وغوښتل، چې د زون په توګه د لوی کندهار لپاره یوه ځانګړې طرحه او بوديجه چمتو او له حکومت سره شریکه کړي او په دې طرحه کې دې د ښځو ونډه هم په پام کې ونیول شي. هغه وویل کابل د افغانستان مرکز دی او باید هېر نه کړو چې کندهار د هېواد سیاسي زړه دی.
جمهوررئیس وویل، چین سره په خبرو کې یوو چې سپین بولدک او کندهار د اوسپنې پټلۍ له لارې سره وصل شي او ترکمنستان ته په خپل نيږدې سفر کې به کندهار ته د برېښنا مزو د تمدید په اړه هم خبرې وکړو.
جمهوررئیس دې ته په ټینګار چې باید په لوی کندهار کې بنسټیز بدلون رامنځته شي وویل: موږ باید په منظم ډول مخ ته ولاړ شو چې کومه پروژه او کوم سړک د لوی کندهار خلکو لپاره اساسي دی. هغه زیاته کړه، موږ باید په بنیادي توګه کار وکړو ترڅو بېکاري او فقر له منځه یوسو.
هغه د هملند د خانشین لیتیم، د مرمرو او رخامو کانونه د هېواد مهم کانونه وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې د دغو کانونو د بیا فعالولو په برخه کې همکاري وکړي.
محمد اشرف غني وویل، په تېرو دوه نیمو کلونو کې د افغانستان ملي اداره شپږ کاله ځوانه شوې، دا ځکه چې زه په تاسو ځوانانو حساب کوم. هغه اداري اصلاحات مهم وبلل او له ځوانانو یې وغوښتل چې د ادارو پر پښو ودرولو لپاره د لوی کندهار اړونده ولایتونو ته لاړ شي ترڅو متوازن انکشاف رامنځته شي.
جمهوررئیس وویل، خلکو ته دې قناعت ورکړل شي چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ولېږي او موږ باید نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړو. هغه زیاته کړه، د دې ستونزې د حل لپاره باید ځوانان د سهميې نه، بلکې د ازاد رقابت له لارې تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ته لاره پیدا کړي.
جمهوررئیس په هېواد کې د سولې د ټینګښت په اړه څرګند کړه، موږ باید خلک قانع کړو چې سوله د هغوی اساسي غوښتنه ده. موږ غواړو چې د تېرو څلوېښتو کلونو کړکېچ ختم کړو او د سولې د تامین لپاره ولسوالۍ په ولسوالۍ او کلي په کلي ستاسو مرسته غواړم.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د لوی کندهار له ځوانانو وغوښتل چې خپلې طرحې راټولې او له حکومت سره شريکې کړي، ترڅو د ستونزو اساسي حل لارې ولټول شي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته