کابل باختر د تلي اوولسمه :
دپغمان دوروستي پيښې په اړوند دپنځو تنو داعدام په باب دحج او اوقافو وزارت اعلاميه .
څه موده مخکې خلک د ډيرسخت او وحشتناک جنايت چې دملي پوليسو له جامو څخه په استفادې سره دپغمان ولسوالۍ په لاره کې په پاکو او عفيفو ښځو تيرى و ، شاهدان و . دغې زړه بوږ نوونکي پيښې چې زموږ دهيواد په تاريخ کې سارې نه لري ، ملي وجدان ته ټکان ورکړ .
دعدالت پياوړي لاسونه دملي پوليسو له لسټونې څخه راووتل او دغه جنايتکاران يې دقانون منګولو ته وسپارل .
ټول ملت په ټيګار سره له عدلي او قضايي بنسټونو څخه ددغه جنايت او تيري په عاملانو دډيرو سختو مجازاتو دتطبيق غوښتنه وکړه .
دهيواد درې ګونو محکمو دنافذو قوانينو پربنسټ په هغوى داعدام حکم صادر کړ . او دغه پريکړې هم دخلکو دبيلابيلو قشرونو دتاوده هرکلي وړ وګرځيدې .
دحج او اوقافو وزارت په داسې حال کې چې دهيواد ددرې ګونومحکمو پريکړې په جدي توګه تاييدې کړې ، اوس دمحکمو دپريکړو دتطبيق او عملي کولو هرکلي کوي او خپل ملاتړ اعلاموي .
دغه وزارت په ټينګار سره باور لري چې د ټولنيزامنيت په ټينګښت او دمظلومو او بې وزلو خلکو په وينې ، مال ، پت او روا حقوقو دتيري او دظلم دمخنيوي يوازنۍ لاره دلوى خداى ( ج ) دشريعت دحګمونو تطبيق او دقانون دحکمونو په اجرا کولو کې په مجرمينو له ترحم څخه ډډې کول دي .
دغه راز دهيواد دجوماتونو له ټولو امامانو ، عالمانو او خطيبانو څخه غوښتنه کوو چې دتيري ، جرم ،جنايت ، فساد ، غلا ، شوکماري او ددغه شان نورو ناخوالو په کمښت کې داسلامي شريعت دتطبيق اثار دجوماتونو دمنبرونو له لارې دهيواد مسلمانو خلکو ته څرګند اوبيان کړي . چې هغه ورځ راورسيږي چې زموږ دهيواد سرلوړي خلک ددغه شان جنايتونو شاهدان نه وي او ټول خلک له هيڅ راز انديښنې پرته په سوله او امنيت کې ژوند وکړي .
10 1 دقیقه لوستل