ټولنه

د ښاري خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې دپايتخت زون چلنجونه پيژندل کيږي .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
دښاري خدمتونو دوړاندې کولو او دپايتخت زون  دحالت  دمطالعه کولو په باب  دچلنجونو  پيژندنه او تحقيق دنظام دپاملرنې  په مرکز کې ځاى لري .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، ددغوموضوعګانو  دڅيړنې په خاطر  په ډير نوي  انکشاف کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  يو حکم صادر کړى دى  چې په پايتخت زون کې  ميشتو هېوادوالو ته  دښو ښاري خدمتونو دوړاندې کولو دکيفيت د ښه والي لپاره  داغيزمنو پاليسو دانکشاف په موخه  دجمهوري رياست  دمقام ددفتر دلوى رياست  دپاليسۍ څارنې او څيړنې  معاونيت  موظف دى  چې  د اړتيا وړ معلومات برابر اووړاندې کړي .
دښاري خدمتونو دوړاندې کولو دکيفيت دعمر ، جنسيت ، دسواد او زده کړې دکچې  دکورنيو داقتصاد دکچې او دکار دحالت په ګډون په ټولو مواردو کې  دپايتخت زون  داوسيدونکو  دارقامو او احصايي برابرول  په اړتيا وړ معلوماتو کې شامل دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته