ورزش

د افغانستان او ایرلند د کرکټ ټیمونو د لوبې نېټه مشخصه شوه

کابل باخترد سلواغې ۱ نېټه
د افغانستان کرکټ بورد وایي چې د هېواد د کرکټ ملي ټیم د روان میلادي کال په راتلوونکي میاشت کې د ایرلند د کرکټ له ملي ټیم سره لوبه کوي .
د کرکټ بورد ویاند دباختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه ټیم درې ۲۰ آوریزه ، پنځه یوه ورخنې او یوه د تست لوبه د ایرلند له ټیم سره ترسره کوي.
دغه سیالۍ د فبروري میاشتې په ۱۱مې پیل او د مارچ تر ۱۹مې پورې د هندوستان د دهرادون ښار د راجیو ګاندي په نړیوال ډګرکې ترسره کیږي.
پای/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته