امنیت

ددوو چاودنو مخه ونيول شو ه .

کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
په فراه ولايت کې  پرون  پوليسو  ددوو چاودنو  مخه ونيوله .
  په فراه ولايت کې ددويمې پلې لوا  دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل : وسله والو  طالبانو  دوه ماينونه  دبالابلوک ولسوالۍ  د ګنج اباد او دپرچمن  په کليو او دغه راز دنيمروز ولايت  ددلارام ولسوالۍ  د٦٠٦ لويې لارې  دپوليسو امنيتي پوستې ته څيرمه په مهارت سره دتروريستي عملونو دترسره کولو په موخه ځاى پرځاى کړي و چې  دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شول .
ديوه اړونده خبرځاى د څرګندونوله مخې : ددغو ماينونو  دښخولو په تور تراوسه پورې څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته