ورزش

دپغمان د پوليسو دواليبال ټيم _ جبل السراج ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر دسلواغي څوارلسمه

 دواليبال  په يوه دوستانه لوبه کې دپغمان ولسوالۍ  دپوليسو ټيم دجبل السراج ولسوالۍ دپوليسو ټيم  ته ماتې ورکړه .

 په دې  لوبه کې چې دجبل السراج ولسوالۍ دواليبال  ټيم په کوربه توب پرون وشوه دکابل دپغمان ولسوالۍ د پوليسو ټيم وکولاي شول ددوو په مقابل کې په دريو سره بريالى شي .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې،  دغه سيالۍ  دکورنيو چارو وزارت په نوښت او دپوليسو دورزشي پروژې په مالي مرسته پيل شوې وې .

 دپروان ولايت دپوليسو قوماندانۍ ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلى دى دغه دوستانه لوبه دورزش دودې او دهيواد دامنيتي ځواکونو ترمنځ دهلوځلو او دهمکاري دروحيې درامنځته کيدو په هدف ترسره شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته