خبرونهروغتیا

په زابل کې پر کولرا ناروغۍ ۳۹۰ تنه کسان اخته شوي دي

کابل، د چنګاښ ۲۷ مه، باختر

د زابل په مرکز او ولسواليو کې ٣٩٠ تنه نوي په کولرا ناروغي اخته او یو تن یې له امله ژوند له لاسه ورکړي دی.

کولرا ناروغۍ باندې تېره ورځ د زابل په مرکزي،  شهر صفا او شاجوی ولسوالۍ کې ٣٩٠ تنه اخته شوي او يو تن یې له امله په شاجوی محبس ولسوالۍ کې ژوند له لاسه ورکړی، د روغتیایي مسوولینو په خبره چې روغتیایي ټیمونه سېمې ته په وخت رسېدلي دي.

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي باختر آژانس ته وویل، چې د زابل په مرکز کې ۲۵۰ تنه، په مرکزی محبس کې ۳۸ تنه، په شهر صفا ولسوالۍ کې ۴۲ تنه او په شاجوی ولسوالۍ کې ۶۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

حکیمي زیاته کړه چې په زابل کې یې د شدید نس ناستې یا کولرا ناروغۍ د زیاتېدو ارقام او شته ستونزې یې د روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې، چې د روغتیا وزیر د یادو ستونزو د حل ژمنه وکړه.

صدیقي

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته