ټولنه

د لوګر اوسېدونکو د تاوتريخوالي د کمښت ملاتړ وکړ

کابل/ د کب ٤مه/ باختر
د لوګر اوسېدونکو په هېواد کې د تاوتريخوالي د کمښت پروګرام د عملي کېدو ملاتړ وکړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغو اوسېدونکو د تاوتريخوالي د کمښت په اوونۍ کې په هېواد کې د دايمي سولې غوښتونکي شول.
د لوګر سيمه ييز مقامات وايي: پوځيان د جمهوررييس لارښوونو تطبيق ته چمتو دي.
د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي وويل: زموږ د ټولو مسووليت دى چې دخلکو ذهنيتونه سولې ته چمتو کړو او دايمي سولې ته لاسرسي پيدا کړو.
اسحاقزي زياته کړه چې د تاوتريخوالي د کمښت پروګرام يو تاريخي فرصت دى او بايد  له دغه فرصت څخه سمه استفاده وشي.
هغه امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې خپلې دندې د همغږۍ او د تاوتريخوالي  د کمښت اوونۍ د پروګرامونو په رعايتولو سره ترسره کړي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل وايي چې خلک له اوږدو جګړو څخه ستړي شوي او ټول د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دايمي سولې غوښتونکي دي.
تسل د تاوتريخوالي کمښت د سولې لپاره يوه ښه پيلامه وبلله او زياته يې کړه چې په تېره يوه اوونۍ کې يې د سولې د ټينګښت او د خلکو ته د ذهنيت ورکولو په اړوند څو پروګرامونه ترسره کړل.
هغه له رسنيو څخه وغوښتل چې مثبت او سوله ييز خبرونه زيات خپاره کړي.
د لوګر امنيه قوماندان رحم خدا مخلص وويل: د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ له پيل څخه تراوسه د نا امنۍ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته