امنیت

يو وسله وال مخالف په دايميردادکې ووژل شو او ٤٤ ماينونه کشف شول

کابل باختر دکب څوارلسمه :
د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرون د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې يو وسله وال مخالف ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې خبر پاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دغه عمليات د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد په ساحوکې ترسره شول چې له امله يې يو وسله وال  مخالف ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د يوبل خبر له مخې: د وسايطو ضدڅلور څلويښت ماينونه چې نوي د وسله والو طالبانو له خوا دنيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ او د هلمندولايت دمارجې او ګرشک د ولسواليو په مربوطاتو او دکجکي په لويه لاره کې ايښودل شوي  و؛ دملي اردو د ځواکونه د امنيتي دندو په بهيرکې کشف اوشنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته