امنیت

جمهوررئیس غني د پولیسو خاصو ځواکونو ته د بریاوو مبارکي ورکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د کورنیو چارو وزارت د خاصو قطعاتو د عمومي قوماندانۍ له منسوبینو سره په کتنه کې د افغانستان د دښمنانو په ځپلوکې د هغوی د هڅو، زړ‌ورتیاوو او سرښندنو قدرداني وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د پولیسو د خاصو قطعاتو عمومي قوماندان پاسوال سیدمحمد روشندل د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو د خاصو ځواکونو څخه د جمهوررئیس له هراړخیز ملاتړ او همدارنګه د دغو ځواکونو د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته له پاملرنې مننه وکړه.
هغه د خاصو ځواکونو د قطعاتو د عملیاتو، لاسته راوړنو او اجرااتو په اړه خبرې وکړې ويې ویل، دغه ځواکونو په ټولو عملیاتو کې دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړي دي او د دښمن د ځالو په له منځه وړلو کې به له ټول قوت څخه استفاده وکړي.
روشندل وویل، د خاصو قطعاتو په چوکاټ کې وطن ته ژمن او صادق ځوانان له هېواد څخه د دفاع په سپیڅلې دنده بوخت دي او په سختو شرایطو کې د افغانستان لپاره خدمت او سرښندنې ته چمتو دي.
هغه د هېواد جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې خاص قطعات به په دقیقو محاربوي پلان جوړونې سره په هره څنډه کې دښمن په نښه کړي او د افغانستان د دښمنانو تر بشپړې نابودۍ پورې به خپلې هڅې ونه سپموي.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ډګر جنرال جانان بارکزي په خپلو خبرو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشویق، هڅونې او مواظبت په خاطر له جمهوررئیس څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: ډاډ درکوو چې په سختو شرایطو کې به شپه ورځ د خلکو د ارامتیا په خاطر د دښمن د ځپلو په خاطر هڅې کوو.
جمهوررئیس محمداشرف غني د خاصو ځواکونو د قطعاتو منسوبینو ته په خطاب کې وویل:‎ تاسې زما د سترګو تور یاست او د افغانستان عزت او ابرو مو په نړیواله کچه ساتلې ده، له هڅو، تحرک او زړه ورتیا مو قدر کوم.
د هېواد جمهوررئیس یادونه وکړه چې خاص ځواکونه د افغانستان، نظام او قانون واقعي مدافعان دي او زیاته یې کړه، تاسې د افغانستان راتلونکي استازي یاست، غښتلې روحیه لری او دا به راتلونکي نسل ته روحیه او اعتبار ور وبښي.
هغه څرګنده کړه، خاص ځواکونه د دښمن د شومو پلانونو او ګواښونو په شنډولو کې بریالي شوي دي او په هر اړخیزو هڅو سره به یې دښمنان هیڅکله په خپلو پلانونو کې بریالي نشي.
جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د خاصو قطعاتو ځواکونو وروستیو عملیاتو کې د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د عراق په سفارت د برید د مهارولو په خاطر به هر یو ته د یوې میاشتې فوق العاده معاش ورکول شي.
جمهوررئیس غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ او په ځانګړي ډول د خاصو قطعاتو په تجهیز او روزنه کې له بین المللي شریکانو څخه مننه وکړه او په افغانستان کې یې د بین المللي ځواکونو قربانۍ هم وستایلې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته