امنیت

په کاپيسا کې دوسله والو طالبانو په بريد کې ديوه پوځي هليکوپتر دراغورځيدو د ادعا رد .

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
   دهېواد په ختيځ کې  پوځي مقاماتو دکاپيسا ولايت په مربوطاتو کې دطالبانو دبريد له امله ديوه پوځي هليکوپتر  دراغورځيدو په باره کې  خپاره شوي رپوټونه ناسم وبلل .
دوى وويل چې دملي اردو يوه هليکوپتر  دفني نيمګړتياو له امله دکاپيسا ولايت په تګاب کې بيړنۍ ناسته وکړه او له ترميم وروسته بيرته پوځي اډې ته ستون شو
طالبان وايي چې تيره شپه يې دکاپيسا ولايت په تګاب کې دبهرنيو ځواکونو په يوه هليکوپتر  بريد کړى دى .
  خو دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يو ه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې هليکوپتر  دملي اردو په سرتيرو پورې اړه لرله او دفني نيمګړتياپه دليل يې  په  تګاب کې بيړنۍ ناسته کړې وه .
دغه قوماندان وايي چې ددغه هليکوپتر په بيړنۍ  ناسته کې چاته زيانه نه دى اوښتى .
له بلې خوا هم ناتو په تګاب کې دپوځي هليکوپتر  دراغورځيدو  خبره ردوي .
دتګاب ولسوالۍ په وروستيو شپو او ورځو کې د ډار اچونې ضد پراخو عملياتو ډګر دى
ويل کېږي چې دغه هليکوپتر ديوه پوځي ماموريت دترسه کولو لپاره کاپيسا ته الوتى و  چې دفني نيمګړتياپه دليل  بيړنۍ ناستې ته اړ شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته