کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
دسمنګانو په ولايت کې نن په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت دترافيکي پيښو مدير سمونيار عبدالرزاق دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه د سمنګانو ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په غزني ګګ سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو فرونر موټر له يوه ټانکر سره ټکر وکړ او له امله يې دفرونر موټر درې تنه سپرلۍ ووژلې شوې او دموټر چلوونکى په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول.
دترافيکي پيښو مدير ددغې پيښې علت دموټر چلوونکې ګړندى تګ او بې احتياطي وبلله .
دپيښې ټپيان دسمنګانو ولايتي روغتون ته ليږدول شوى دى او دروغتون دمسوولينو دڅرګندونو له مخې دټپيانو حالت مخ په ښه والي دي .
0 1 دقیقه لوستل