کابل باختر دوږي اتلسمه :
ملي پوليسو پرون د هيواد په دولسو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونوپه بهيرکې اووه تنه وسله وال طالپان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ملي پوليسو دغه فعاليتونه د تخار ، کندز ، سرپل ، جوزجان ، قندهار ، زابل ، روزکان ، لوګر ، غزني ، خوست ، هرات او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ پنځه تنه ټپيان او دوه تنه نور يې د پوليسو د ځواکونو له خوا ونيول شول .
د دغو فعاليتونوپه بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ