اقتصاد

د افغانستان د حلقوي سړک د يوې برخې د جوړولو کار په قندهار کې پيل شو

 کابل / د زمري ۲۷ مه / باختر
د افغانستان د حلقوي سړک د يوې برخې د جوړولو کار په قندهار کې پيل شو.
دغه سړک د ١٣ کيلومترو په اوږدوالي او ٨ متره سور سره، په ارغنداب ولسوالۍ کې  دوام مومي.
د قندهار د ارغنداب ولسوال محمد اشرف باختر آژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده د دغه سړک د جوړولو کار تر راتلونکو ٦ مياشتو پورې بشپړ شي.
د دغه سړک په جوړېدو سره د افغانستان له حلقوي سړک سره د قندهار د ځينو برخو په نښلولو سربېره، بازارونو ته د کرنيزو محصولاتو او روغتونونو ته د ناروغانو په لېږدولو کې اسانتياوې هم رامنځته کېږي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته