ټولنه

په يکاولنګ ولسوالۍ کې دڅلورو ټولګټو پروژو کار پاى ته ورسېد

-کابل/ دمرغومي ٥مه/ باختر:
په باميانو کې د٢٤کيلومترو سړک  اود دوو پلونوکار  پاى ته ورسېد او دباميانو والي دغه سړکونه پرون پرانستل .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دباميانو والي محمد طاهر زهير وويل چې دغه سړک  او دوه اوسپنيز  کانکريټې پلونه ددولت له بودجې څخه دڅه دپاسه ٥٧ ميليونو افغانيو  په لګښت په يکاولنګ  ولسوالۍکې  جوړ او کريړ پرې اچول شوى دى .
هغه وويل چې دغه سړک د ٢٤ کيلومتروپه اوږډوالي   جوړشوى دى چې دپيتاب زارين سړک ساحه يې  د باميانو ديکاولنګ ولسوالۍ تر سياه چشمه  پورې نښلولې ده
دغه راز دباميانو والي   په يکاولنګ  ولسوالۍ کې تر يوچټ  لاندې دخدمتونو دوړاندې کولو دمرکز ودانۍ هم پرانتسله .
دغه بنسټ  ديکاولنګ  اوسيدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي .
دباميانو والي ددغو پروژودپرانستلو په وخت کې  ددغو پروژو له تمويل اوتطبيق کوونکو څخه مننه وکړه او ددغو پروژو په ځانګړي استفادې ساتنې او څارنې ټينګار وکړ .    ختم_شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته