کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
داروپا د فوټبال فدراسيون رييس سبا کابل ته راځي .
دهيواد دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمد شاه ساير نن دباختر آژانس خبريال ته وويل : افغانستان ته دفرانسې د فوټبال دملي ټيم پخواني مشهور لوبغاړې او د اروپا دفوټبال فدراسيون داوسنۍ رييس ميشل پلاتنې دسفر هدف زموږ د هيواد دفوټبال د ورزش دحالاتو څيړنه وبلله.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دى به په کابل کې د استوګنې په وخت کې دفوټبال فدراسيون له رييس ، دفوټبال دملي ټيم له غړو او دنورو ورزشي څانګو له يو شمير ورزشکارانو سره وګوري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ