امنیت

اته ديرش تنه وسله وال ووژل شول .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهيواد په بيلابيلوسيموکې يولړامنيتي فعاليتونه ترسره کړل او اته ديرش تنه وسله وال طالبان يې ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې  په ليږلو سره ويلي دي دغه فعاليتونه  چې دملي اردو دځواکونو اودملي امنيت دځواکونو په همکارۍ  دهلمند ، ننګرهار، غور ، نورستان ، کونړ ، کندز ، پکتيکا ، زابل ، بغلان او دفارياب دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شول له امله يې اته ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول، شپاړلس تنه ټپيان او اووه تنه يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دغه راز په دغو فعاليتونو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي او څلور پنځوس ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، ملي پوليسو  دقندهار ، زابل ، تخار او دپکتيکا دولايتونو په مربوطاتو کې  دامنيتي ګزمو  په بهير کې  شپږ ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دورانګارو او تروريستي فعاليتونو په مقصد ځاى پرځاى شوي وو کشف اوشنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته