سیاست

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه .

کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
دسترې محکمې عالي شورا نن دقاضي القضات او دسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف  حليم په مشرۍ  غونډه وکړه .
باختراژانس ته دسترې محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې،  شورالومړى دسترې محکمې دعالي شورا دغړي پوهنوال عبدالقادر  عدالتخوا په مشرۍ دعدلي اوقضايي ادارو  دجګپوړي  هيئت دسفر رپوټ چې دشمال ختيځ زون دعدلي او قضايي ادارو دمنسوبانو لپاره دجزا دکود دعلمي _ توضيحي  سيمينار په جوړولو کې دونډې اخستنې په موخه بدخشان ته تللي و ، واوريد
هيئت په شمال  ختيځ زون کې دسيمينار جوړول اسانه کړل او دمرکز په اختصاصي سيمينار کې دتوضيحاتو اودتصويب شويو تعديلونو په رڼا کې دجزا دکوډ د تطبيقي  ستونزو په برخه کې دسيمينار له  شاملانو سره خبرې وکړې اودهغوى مدللې اوګټورې نتيجې  يې دجزا دکود په لازيات بډاينه کې مهمې وبللې اوهم يې دسفر په دوام دبدخشان دوالي په ګډون له ولايتي مقاماتو سره لېده کاته وکړل اوددغه ولايت عدلي اوقضايي ادارې اوجيل يې وکوت
شورا درپوټ په تاييدولو سره له ولايتي ادارو سره دپه زړه پورې اړيکو او همغږى درامنځته کولو لپاره داستيناف  محکمې هڅې وستايلې او په دې لاره کې  يې دبدخشان داستيناف محکمې  له رييس  او والي څخه مننه او قدرداني وکړه .
وروسته په غيابي  قضيو کې دتورنو دشتون داعلام په خپرولو پورې داړوندې ستونزې په برخه کې  دکابل ولايت داستيناف  محکمې درياست استهداييه چې دڅارنوالى له لارې  په ټاکلي قانوني معياد کې صورت نه دى موندلى اودبهير اوږدوالى دقضيو  د څېړنې دځنډېدو سبب کېږي خبرې وشوې او دتدقيقي نظر په تاييدولو سره لازمه لارښوونه صادره شوه
وروسته ددولت دقضاياو دلوى رياست ددوو غوښتنو په ګډون په مدني اوجزايي درې ګونو پريکړو  دبيا کتنې په شپږو غوښتن ليکونو دعدليې وزارت دمسلکي معين ،اړوندو  څارنوالانو اودموکلو ادارو اودقضيو دنورو لورو داستازو په شتون دمدني محاکماتو داصولو دقانون د ٤٨٢ مادې اودجزايي اجرااتو دقانون د ٢٨٢ مادې دحکم دشرطونو په رڼا کې  خبرې وشوې او په هر مورد کې لازم  تصميم ونيول شو
دغه راز په غونډه کې دڅېړنې دصلاحيت دتنازع يوشمېر مسئلې دقاضيانو ذاتي مسئلې او جزايي بدلونونه هم  داجندا يوه برخه وه چې دهرې موضوع په باب لازم تصميمونه نيول شوي دي  اوهم دلوى څارنوالى دادارې په غوښتنه د  ٢٩جزايي دوسيو دڅيړنې واک دتخار ، غزني ، فارياب ، پکتيا اودباميانو دولايتونو داستيناف محکمو ته ورکړى شو .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته