ټولنه

د ښځو چارو وزارت معينه: سپما د خپل عمل کړنلاره وګرځوئ

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ١٨مه
د ښځو چارو وزارت نن د «سپما» تر نامه لاندې ورکشاپ جوړ کړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دغه ورکشاپ کې چې د دغه وزارت کارکوونکو ته جوړ شو؛ د قوانينو، مقرراتو او طرزالعملونو په باب خبرې اترې  وشوې چې پر سپما باندې ټينګار شوى دى.
د ښځو چارو وزارت معينې نبيلې مصلح په دې ورکشاپ کې « سپما » په ټولو چارو کې يو اصل وباله او يې ويل چې ټول خلک بايد سپما د خپل عمل کړنلاره ورګرځوي.
دې د دغه وزارت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د اوبو، برښنا، قرطاسيې او د نورو لګښتي توکو په لګښت کې د سپما اصل په پام کې ونيسي .
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته