سیاست

تبصــره

کابل باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
پرون د وږي د مياشتې ٩ مه د پښتنو او بلوڅو د پيوستون له ورځې سره برابره وه. هغه خلک چې په پاکستان کې له ټاکلو ستونزو سره مخامخ دي او يوازې د هغوى د حقوقو اعاده کول  کيداى شي د دغه شان ستونزو د پاى ته رسيدو ټکى وي.
د باختر آژانس مبصر ليکي : 
د وږي نهمه د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځې په توګه ځانګړى ارزښت لري. افغانان، پښتانه او بلوڅ د تاريخ په اوږدوکې ګډه خاوره او ګډ برخليک لري او ګډ برخليک د هغوى راتلوونکى ټاکلى دى. اوس  په پاکستان کې له پښتنو او بلوڅو سره په بېلابېلو نومونو تبعيض کيږي او د دوى په حق کې زياته جفا شوې ده.
دوى نن ورځ په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو د استوګنې سيمې د پاکستان په کچه ډيرې بېرته پاتې سيمې بلل کيږي. سره له دې چې سترې طبيعي زيرمې په همدغو سيموکې دي؛ خو د دغو سيمو اوسيدونکو د خپلو تر ځمکې لاندې منابعو له شتمنيو څخه ډيره کمه ګټه اخيستې ده او بيوزلي پاتې شوي دي.
په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو په حق کې زياتې بې عدالتۍ شوې دي. ددغو خلکو جغرافيايي ساحه د قبايلي سيمو، علاقه غير او په نورو القابو او نومونو په قصدي ډول له ودې او پراختيا څخه لرې ساتل شوي دي.
نن ورځ په قبايلي سيمو د خيبر پښتونخوا په ايالت او د بلوچستان په ايالت کې د ښوونځيو شمېر د پاکستان له نورو ايالتونو څخه څو برابره کم دى . په تېره بيا دغه  نقيصه په قبايلي سيموکې زياته ترسترګو کيږي. ددغو سيمو د اوسيدونکو ماشومان او بچيان په قصدي ډول په معاصرو علومو د لاسبري له حق څخه لرې ساتل شوي  دي. د اقتصادي او ټولنيزې وده خبره نه  نشته؛ برخلاف د دغو سيمو خلک په يوډول نه يو ډول دې ته اړ ايستل کيږي چې د وسلو او د نشه يي توکو د پيرودنې او پلورنې او قاچاقو په ګډون په غيرقانوني چارو لاس پورې کوي.
دغه راز قبايلي سيمې د تروريستي کړيو په مرکزي بنسټ بدلې شوې دي؛  تروريستان د پاکستان له نورو سيمو او نړۍ څخه دغو سيمو ته راوړل کيږي او قبايلي سيمې د تروريزم او افراطيت د صادرولو په مرکز بدلې شوې دي. د ديني مدرسو او ښوونځيو شمېر د پاکستان له نورو ايالتونو څخه څو برابره لوړ دى. د دغو ښوونځيو غوڅ اکثريت د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا اداره کيږي؛  خو د مدرسو طالبان د ترور، وحشت او افراطيت  زده کړه کوي او افغانستان او هند ته استول کيږي.
نن ورځ د پاکستان په شمال کې د پـښتنو  د استوګنې سيمې او د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د بلوڅو د استوګنې سيمې له قانون څخه د سرغړونو، نا امنيو  او د قومي شخړو ډګر دى چې ټول او ټول د استعمار د زړو مفکورو زيږنده چې ((تفرقه واچوه او حکومت وکړه)) ده چې د آزاد ژوندانه، عدالت غوښتنې اوداقتصادي ودې او غوړيدو انګيزه يې ورڅخه اخيستې ده. د پښتنو او بلوڅو ستونزه يوازې په دې باب پاى ته نه رسيږي.
پاکستاني حاکمانو چې له پنجابيانو څخه زيات زور زياتى کوي؛ تل هلې ځلې کړې دي چې په دغه هېوادکې قومي اختلافونه ژوندي او جدي وساتي چې د واکمنۍ ساحه يې لاپسې پراخه شي .
په سند ايالت کې له مهاجر قوم سره د پښتنو مقابله، په بلوچستان کې له بلوڅو سره  د پښتنو مقابله او په بلوچستان کې له هزاره ګانو سره د پښتنو او بلوڅو مقابله د هغو جنايتونو بيلګې دي چې په پاکستان کې له پښتنو او بلوڅو سره کيږي.
له دغه شان ناخوالو سره مقابله يوازې د يوبل په ملاتړ او د مستضعفو خلکو ترمنځ  په وحدت کې شونې ده .
نو د وږي نهمه کيداى شي له استبداد او زور زياتي سره د مبارزې او د عدالت غوښتنې لپاره انګيزه وي چې په پاکستان کې ميشت پښتنانه او بلوڅ ورسره مخامخ دي .
دغه ورځ ډيره وياړلې ورځ ده چې په هغې کې د عدالت  غوښتنې او آزادۍ غوښتنې درناوى کيږي او د دغې مقدسې لارې قربانيان ستايل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته