کابل باختر د غبرګولي اوولسمه :
دسرپل ولايت دسانچارک ولسوالۍ دامنيت مدير دطالبانو په بريد کې ووژل شو .
په يوه امنيتي مقام نن سهار ديوې ډلې يرغلګرو له خوا بريد وشو اوووژل شو .
دسرپل ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې دطالبانو په بريد کې دسانچارک ولسوالې دملي امنيت دمدير وژل کيدل تاييد کړل .
ده وويل چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې دسرپل ولايت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې دنښتې په بهير کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه جګړه تيره شپه دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دطالبانو په بريد وروسته ونښته .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
1 1 دقیقه لوستل