امنیت

اته طالبان په بلخ کې ووژل شول

۳۵- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه او نن سهار په بلخ کې ووژل شول او د دوی د اخاذيو سیمه هم له منځه یوړل شوه.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې د بلخ د چاربولک ولسوالۍ په تیمورک ساحه کې د وسله والو طالبانو د اخاذيو پر یوې سیمې هوايي برید کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول.
رضايي زیاته کړه چې په برید کې شپږ نور وسله وال طالبان تپیان شول او د هغوی د اخاذيو سیمه ویجاړه شوه.
په یو بل خبر کې ویل شوي دي چې درې وسله وال طالبان پرون د بلخ د چاربولک د سبزیکار او د شورتپي ولسوالۍ په اسلام چونکر سیمو کې وژل شوي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته