ښوونه او روزنه

سعودي عربستان په افغانستان کې داسلامي علومو پوهنتون جوړوي

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٤  :
سعودي عربستان په افغانستان کې د اسلامي علومو پوهنتون  جوړوي .
ټاکل شوې ده دغه پوهنتون  په ننګرهار پورې اړوند په غازي امان الله خان ښار ګوټي کې  جوړ شي.
دسعودي عربستان مقاماتو اعلام وکړ چې ددغه پوهنتون په  جوړولو به پنځه سوه مليونه ډالره ولګيږي .
دغه پوهنتون به داسلامي علومو په بيلابيلو څانګو کې په يوه وخت کې دزرو تنو محصلانو دروزنې ظرفيت ولري.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى وايي چې دغه پوهنتون به افغانستان اوسيمه کې داسلامي علومو دزده کړې ډير ستر مرکز وي.
ټاکل شوې ده چې په دې پوهنتون کې دليسانس ، ماسترۍ او دکتورا په کچه   محصلان  ومنل شي .
ددغه پوهنتون نقشه برابره شوې ده اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به د جوړولو کار يې پيل شي.
دغه پوهنتون به نه يوازې له افغانستان څخه بلکې دسيمې او نړۍ له هېوادونو څخه هم محصلان ومني.
داسلامي علومو کارپوهان هيله څرګندوي  چې ددغه پوهنتون فعاليت داسلامي علومو دزده کړې لپاره دپاکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته دزرګونو تنو افغان ځوانانو دورتګ مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته