کابل باختر د وږي نهمه :
يوې ځوانې نجلۍ پرون د پکتيکاولايت په ښرنې ښارکې ځان زندي کړ اوخپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
دباخترآژانس خبريال د سيمې د اوسيدونکو له خولې خبر راکړ چې دغې ځوانې نجلۍ په دې دليل چې له خپل رضاعي ورور سره يې و دوله؛ خپل ژوندپاى ته ورساوه.
د سيمې يو تن اوسيدونکى ويلي دي چې مقتولې څو ځلې خپلې کورنۍ ته ويلي و چې له هغه چا سره به واده ونه کړي چې په ماشومتوب کې يې يوځاى ورسره شيدې خوړلې دي .
د ښرنې د روغتون چارواکو تاييدکړه چې دغې ځوانې نجلۍ ځان زندي کړى دى اوخپل ژونديې پاى ته رسولى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ