ټولنه

په هرات کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

-کابل/ د تلې ١٨مه/باختر
د ښځو د لاسي صنايعو او توليداتو درېيم نندارتون نن په هرات ښار کې پرانيستل شو.
په دغه نندارتون کې د ښځو مهارتونه، توليدات او د هغوى نور لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات د ټولنيزو چارو مرستيال د دغه نندارتون د جوړولو له امله په هرکلي سره د اقتصاد په پراختيا کې د متشبثو ښځو رول ارزښتناک وباله او ډاډ يې ورکړ چې د هرات مشرتابه  د صنعت او اقتصاد په چاروکې د بازارموندنې په برخه کې دښځو نږدې همکار دى.
دغه نندارتون د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکارۍ او د کورنيو توليداتو او لاسي صنايعو د ودې، کار موندنې او د ښځو  د ملاتړ په موخه جوړ شوى دى.
په نندارتون کې په څلويښتو کړکيو کې د ښځو لاسي صنايع، توليدات او خلاقيتونه  نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نندارتون جوړونکي هيله من دي چې د ښځو د توليداتو او محصولاتو په پېژندلو سره، د هغوى د اقتصادي وضعيت په ښه والي کې اغېزمن وي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته