ورزش

په هرات کې دفوټبال دحذفي جام دسياليو دوام.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
دفوټبال دحذفي جام سيالۍ نن په يوې لوبې سره په هرات کې دوام مومي دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نور روزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې د آزادي او باختر ټيمونه لوبه کوي.
دغه سيالۍ د ديرشو ټيمونو ترمنځ دهرات په لوبغالي کې پيل شوي دي چې په اوونۍ کې درې ورځې دوام کوي.
ديوبل خبرله مخې :دهرات دفوټبال د غوره ليګ دسياليو د راتګ نهمه اوونۍ دپيمان ټيم په وړاندې داستقلال ټيم په برياليتوب سره پاى ته ورسيده.
دنوروزي دڅرګندونو له مخې : په دې پړاو کې داستقلال ټيم ديوې په وړاندې په څلورو سره دپيمان ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ دهرات په لوبغالي کې پيل شوې دي چې په اوونۍ کې څلور ورځې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته