نړۍ

امريکا له ايران څخه وغوښتل امير حکمتي ازاد کړي

دامريکا متحده ايالاتو پرون له ايران   څخه وغوښتل هغه امريکايي سړي چې دايران ديوې محکمې له خوا دامريکا دمرکزي اطلاعاتو سازمان ته دجاسوسي په تور په اعدام محکوم  شوي دي ازاد کړي .

  سپنې ماڼۍ  او دامريکا دبهرنيو چارو وزارت اعلام وکړ  په يوه ايراني  تبار  امريکايي تبعه  امير ميرزا حکمتي  په دې باب  لګول شوي تورونه چې دسيا سازمان ته  يې کار کاوه اويا ددغه سازمان له خوا ايران ته استول شوي دي ناسم دي .

 دايران دنيمه رسمي خبري اژانس  فارس دخبر له مخې د ايران يوې محکمې امير حکمتي دمرکزي اطلاعاتو  له سازمان سره داړيکو او له هغه چاسره دهمکاري په دليل چې  هغه يې دښمن هيواد بللي په اعدام محکوم کړي دي .

 دامريکا دملي امنيت شورا امير حکمتي ته داعدام دحکم صادرول  غندلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته