امنیت

په ننګرهارکې د يوې چاودنې مخنيوى

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣٠ :
په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.
پوليس وايي چې دوى د سيمې د خلکو په همکارۍ د دغه ختيځ ولايت په څولو لويو لاروکې څوماينونه کشف او شنډکړي دي.
ويل کيږي دغه ماينونه د وسله والوطالبانو له خوا په واټونو کې ښخ کړاى شوي و.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باخترآژانس خبريال ته وويل: طالبانو غوښتل په دغو ماين ښخولو سره ملکي وګړو ته خونړۍ پيښې رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.
ده وويل: د دغې ناکامې ماين ايښودنې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته