امنیت

په هرات کې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

 کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٦ :
دکشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې له سرحدي پوليسو سره په جګړه کې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه جګړه تيره شپه له هغه وروسته پيل شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو  د تورغنډى د ښارګوټي په  مربوطاتوکې دسرحدي پوليسو په پوستو بريدونه وکړل.
ويل کيږي د سرحدي پوليسو ځواکونو د سرحدي زون د قوماندان مل پاسوال محمدجمعه عديل په قوماندانۍ د وسله والو طالبانو د ځپلو په مقصد عمليات پيل کړل چې د پنځو تنو وسله والو طالبانو د وژل کيدو او د پنځو تنو نورو د ټپي کيدو سبب شول.
په داسې حال کې چې ويل کيږي په دې جګړه کې د سرحدي پوليسو يوازې يو تن سرتيرى برسيرن ټپي شوى دى .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې نور وسله وال طالبان د شپې له تورتم څخه په  استفادې سره په تيښتې بريالي شول.
له دې سره جوخت د سرحدي زون قوماندان مل پاسوال محمدجمعه عديل د هرات ولايت په شمالي ولسواليو په تېره بيا د تورغنډى په ښارګوتي کې د سرحدي پوليسو د اعاشې او اباطې حالت وکوت او د هغوى د ستونزو د لرې کولو په مقصد يې اړوندو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته