امنیت

په فراه کې د طالبانو په بريدکې شپږ تنه سيمه ييزپوليس شهيدان شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣
په فراه ولايت کې د وسله والوطالبانو په کمين کې شپږ تنه سيمه ييز پوليس شهيدان او يوبل پوليس ټپي شو.
د فراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمديار د باختر آژانس خبريال ته وويل: شپږ تنه سيمه ييز پوليس د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په دلاني کلي کې چې د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د فراه ولايت مرکز ته ورغلي وو؛ د طالبانوله بريد سره مخامخ شول او شهيدان شول.
ده وويل: طالبان له ساحې څخه تښتيدلي او د پوليسو پلټنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته