امنیت

په بدخشان کې د يو تاجکستاني په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان وو ژل شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٩:
ديو تاجکستاني په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان په بدخشان ولايت کې  دپوځيانو دعملياتو په بهيرکې  ووژل شول.
دغه  عمليات پرون  مازيګر  د اردو  د ځواکونوله خوا په  جرم ولسوالۍ  کې
ترسره شول.
د خبرونوله مخې :    طالبان په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې د اردو دځواکونوله خوا پري بريد  وشو.
د بدخشان  د والي ويندوى  احمدنويد  فروتن  دباخترآژانس خبريال ته وويل :
چې د دغه عملياتو په بهيرکې درې تنه افغان طالبان  او يو تاجکستانى  طالب
ووژل شول .
فروتن وويل :  پوځيان  ورو  ورو خپل پرمختګ ته دوام ورکوي  او اوس  په بدخشان ولايت کې د وسله والو طالبانو  يو ستر مرکز ته نږدې شوي دي.
دا په  داسې  حال کې ده چې څو ورځې مخکې دبدخشان ولايت ته  دطالبانو نومول شوى والي قاري فصيح الدين  په جرم ولسوالۍ کې  ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته