ورزش

د فوټبال حکمانو ته نړيوال جواز ليکونه ورکړى شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
د فوټبال دولسو تنو حکمانو ته نن د فيفا له خوا د حکمتوب نړيوال جواز ليکونه ورکړى شول.
دفوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول علي کاظمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو حکمانو په کورسونوکې له ګډون او زده کړې وروسته وکولاى شول چې د فيفا له خوا د حکمتوب نړيوال جواز ليکونه ترلاسه کړي.
خبرځاى وويل: له دغو دولسو حکمانو څخه يو يې د ساحلي فوټبال له کميټې څخه او دوه تنه يې د فوتسال له کميټې څخه دي چې دغه حکمان له دې وروسته کولاى شي په بهرنيو سياليوکې هم حکمتوب وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته