امنیت

دملي اردو ځواکونو دخلکو دسر دزيان مخه ونيوله .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دهيواد په شمال کې دڅه ناڅه سلو ماينونو په کشف او شنډولو سره دخلکو دسردزيانونو مخه ونيول شوه .
دملي اردو ځواکونو شپږ نوي ماينونه ديوې مياشتې په بهير کې کشف او شنډ کړي دي .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن عبدالقهار آرام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د روان کال دوږي دمياشتې په بهير کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ماين پاکولو ټيمونو هغه ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا ددغې قول اردو دمسووليت په ساحه کې ښخ کړى شوي و کشف او شنډ کړل.
آرام زياته کړه چې ددغو ماينونو په کشف او شنډولو سره دپوځي او ملکي وګړو دسر دزيانونو مخه نيول شوې ده .
ددغې قول اردو مسوولين په واټ کې دماينونو ښخول دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې دهغوى کمزورتيا بولي چې نه شي کولاى د دفاعي او امنيتي ځواکونو په وړاندې وجنګيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته