اقتصاد

د مالیې وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان له چارواکو سره وکتل

کابل باختر د زمري يو ديرشمه :
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د خپل کار په دفترکې د اسلامي همکاریو د سازمان د بشري حقونو د سکرتر له مرستیال ښاغلي هاشم یوسف او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مرکزي ختیځ او مرکزي آسیا له مرستیال ښاغلي راشد خلیقوف سره وکتل. دوی په سیمه ئیزو اقتصادي همکاریو، بشري حقونو او د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شویو پر ستونزو چې اوسمهال په افغانستان کې شتون لري، بحث او خبرې وکړې.
د ماليې وزارت د عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
ښاغلي هاشم یوسف وویل چې له مسلمانو هیوادونو به وغواړي چې د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې وکړې.
د مالیې وزیر حکیمي د اسلامي همکاریو د سازمان ددې پریکړې ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه سازمان کولی شي چې د افغانستان سولې، پرمختګ او خودکفایي له پاره مهم رول ولوبوي ترڅو افغانستان د اقتصاد له درکه پر ځان بسیا شي او بهرنیو مرستو ته یې اړتیا کمه شي.
ټاکل شوې ده، د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس او دوې حاشیوي ناستې د روان میلادي کال د اکتوبر په ۴ مه او ۵ مه به د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې جوړ شي چې د بېلابېلو هیوادونو او نړیوالو مؤسسو وزیران او استازي به په کې ګډون ولري.
دمالیې وزیر د بېلابېلو هیوادونو او نړیوالو مؤسسو له سفیرانو او استازو سره لیدنې کوي، چې د بروکسل کنفرانس ته لازم چمتووالی ونیول شي او له افغانستان سره د دوی د مرستو ژمنې ترلاسه کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته