کابل باختردکب دمياشتې ١٥ :
دبلخ ولايت پوليسو تېره شپه دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى شيرجان دراني باختر آژانس ته وويل: نيول شويوکسانو کله يې چې غوښتل شپږديرش کيلو ګرامه اپين د يوټونس موټر په واسطه دمزارشريف ښار ته وليږدوي؛ ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: تورن کسان د مزارشريف _ شبرغان په امنيتي کمربند کې دپوليسو له خوا ونيول شول او شپږ ديرش کيلوګرامه اپين هم ضبط شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ